سیاست

د جمهوري ریاست لومړي مرستیال د هېواد جمهور رئیس ته د خپلو وروستیو اجراتو راپور ورکړ

کابل_ باختر د وږي د مياشتې١٩مه : د جمهوري ریاست لومړي مرستیال جنرال عبدالرشید دوستم د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهور رئیس محمد اشرف غني سره په کتنه کې پرون مازدیګر د هېواد د بېلابېلو ولایتونو د امنیتي وضعیت او وروستیو امنیتي پرمختګونو په هکله راپور ورکړ. دجمهوررييس وياند دفترباخترآژانس ته خبرورکړ. د جمهوري ریاست لومړي مرستیال له خلکو سره د زیاتو اړیکو د تامین، د امنیتي وضعیت د ښه والي، د هېواد د امنیتي او دفاعي ځواکونو څخه د خلکو د قوي ملاتړ او د دې ځواکونو د پیاوړي مورال لرلو په موخه جمهور رئیس غني ته د دوامداره کوښښونو ډاډ ورکړ. د هېواد جمهور رئیس د جمهوري ریاست د لومړي مرستیال په راپور ورکولو د خوښي څرګندولو په ترڅ کې په بېلابېلو کاري برخو کې هغه ته د بریالیتوب هیله وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته