ايبک باختر دغبرګو لى ٣٠ مـــــــــــه
دسمنګانو ولايت د حضرت سلطان په ولسوالۍ کې يو تن کو چى قو مى مشر غلام باي په ډزو سره ووژل شو
دسمنګانو ولايت د کوچيانو مشر جان محمد مومند باختراژانس ته وويل غلام باي د حضرت سلطان ولسوالۍ دګاو دري د کلي او سيدونکى چې ددغه کلى د ملي پيوستون رئيس هم و درې ورځې مخکې له خپل کور څخه ددوو تنو وسله والو موټرسايکل سپرو له خوا و تښتول شو چې سبا يې مړى په دښته کې تر لاسه شو
دى د جاسوسي په تور د وسله والو کسا نو له خواتښتول شوى و
د ګاودري سيمه دسمنګا نو او بغلان د ولايتونو ترمنځ موقعيت لري اود وسله والو مخالفو ډلو شتون پکې محسوس دى .