امنیت

طالبانو پنځه تنه سپرلۍ په فراه کې وتښتولې

کابل- باختر د زمري دمياشتې ٣
وسله والو طالبانو د فراه ښارپه مربوطاتوکې ٥ تنه سپرلۍ له دولت سره د همکارۍ په تور وتښتولې.
د فراه ولايت امنيه قوماندان فضل احمد صمديار دباختر آژانس خبريال ته وويل: وسله وال طالبانو د فراه ښارته څېرمه په شوراب ساحه کې يو مسافر وړونکى موټر ودراوه او ٥ تنه سپرلۍ يې له ځان سره بوتلې.
خبرځاى زياته کړه: د قومونو د مشرانو او د مخورو له خوا د دغو کسانو د خلاصون لپاره پلټنې پيل شوې دي. خو تر اوسه پورې د دوى د برخليک په باب کوم خبر نه دى ترلاسه شوى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته