کابل باختر د اسد٢٧
وسله والو طالبانو پرون د پروان ولايت د ملي امنيت يو کارکوونکي شهيد کړ .
د پروان ولايت د امنيې قوماندانۍ له جنايي جرمونو سره د مبارزې مدير سمونوال لطف الرحمن رشاد باخترآژانس ته وويل : د پروان ولايت د ملي امنيت دغه کارکوونکي د چاريکارو ښار په مربو طاتو کې کله چې دفتر ته روان و دوسله والو طالبانو له خوا پرې ډزې وشوې او شهيد کړاى شو.
دجنايي جرمونو پرخلاف دمبارزر د مديردڅرګندونوله مخې : دپيښې عاملين له ساحې څخه په تيښتې بريالي شوي دي خو پوليسود هغوي دموندلو لپاره پلټنې پيل کړې دي .
1 د یوې دقیقې څخه لږ