اقتصاد

په څه دپاسه پنځوس جريبه ځمکه کې دميوو بڼونه جوړيږي

کابل باختر د کب دمياشتې  ١١ :
د هېواد په شمال کې داقتصاد او کرنې مسوولينو په شمال حوزه کې دبڼونو دپراختياچارې مثبتې وبللې او ويې ويل  په شمال ولايتونو کې  څه دپاسه پنځوس جريبه  ځمکه  کې په ښه توګه  د ميوو  بڼونه  جوړ شوي دي.
دغه رازدغو مسوولينو په شمال ولايتونو کې د اوبو د٣٣٠ زيرمودجوړولوخبر ورکړ .
د بلخ ولايت اقتصادي سلاکاراحمدولي سنګر باخترآژانس ته وويل ؛ د هېواد  په شمال حوزه کې د بڼونو دجوړولو بهيرپه  خاصه توګه ميوه  لرونکي  بڼونه  مثبت دى اوپه بلخ ولايت کې يوازې  څه د پاسه اته زره  اته سوه ميوه لرونکي  بڼونه په معياري ډول جوړ شوي دي  چې دکورنيو داقتصاد په لوړلوکې  مثبته اغيزه کړې ده.
دکرنې وزارت دټولوپروګرامونو مسوول ډاکترعثمان صافي دکاري پروګرامونو اصلي هدف  په هېواد کې دګروندګرو او مالدرانو د خودکفايي زمينې برابرول وبلل   ويې ويل  په همدې دليل   دروان کال په اوږدو کې دشمال په ولايتونو کې کروندګرو ته  د درې مليونو درې سوه  زره امريکايي  ډالرو په لګښت  داوبو ٣٨٠ زيرمې  جوړې شوي دي .
ده زياته کړه  افغانستان اوس د هرډول ميوو  له پلوه خودکفايي ته  رسيدلى  دى   خوبيا هم دکرنې  وزارت يو ستر هدف  بهر ته دميوو دصادرولودزمينې برابرول دي چې په دې برخه کې هلې ځلې دوام لري.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته