سیاست

دکورنيوچارو وزيردخصوصي سکتور له استازو سره په کتنه کې په تجارتي راکړه ورکړه کې دافغانۍ پيسو په استفادې باندې ټينګار وکړ

کابلباختردميزان ١٣
دکورنيو چارو  وزير دخصوصي سکتور له يوشميراستازو سره د کورنيو چارو وزارت په  قرارګاه کې وکت .
دکورنيو چارو وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته خبرورکړ  :  په دې کتنه
کې دافغانستان دسوداګري اوصنايعو دخونو عامل هيت ، د صرافانو اوزرګرانو داتحاديورييسانواو دافغانستان له بيلا بيلو ولايتونو څخه دهيواديوشميرملي سوداګرو ګډون کړي وو.
دغونډې په پيل کې خانجان الکوزي ، دسوداګرۍ دخونو عامل هيت اذرخش حافظي ، دصرافانو د اتحاديې رئيس حاجي نجيب  اود زرګرانو په استازيتوب حاجي بهلول دهيواد دامنيتي مسلو په باب خبرې وکړې او ويې ويل چې موږ دخصوصي سکتور په استازيتوب دامنيت د تامينولوپه لاره کې دافغانستان
دملي پوليسو ملاتړ کوو .
په همدې حال کې دهيواد د کورنيو چارو وزيرمحمدعمر داودزي  دملي سوداګرو اودهيواد د خلکو دامنيت په تا مينولو ټينګار وکړ او ويې  ويل چې دافغانستان ملي پوليس دامنيت د تامينولواو د قانون د واکمنۍ د تنفيذ په لاره کې ستاسو همکارۍ او ملاتړ ته اړتيا لري .
د کورنيو چارو وزير له  دوي څخه وغوښتل چې په دې برخه کې له ملي پوليسو سره همکاري و کړي او دغه راز له هغوي څخه يې وغوښتل چې په خپلو تجارتي معاملو کې له افغانۍ پيسو څخه استفاده وکړي اوپه راکړه ورکړه کې د بهرنيو  پيسو له اخستلو څخه دي په جدي ډول مخنيوي وکړي .
په دې غونډه کې پريکړه  وشوه چې دامنيت دښه والي اود ملي سودا ګرو دستونزو دلرې کولو په مقصد دې په مياشت کې يوځل د ولايتونودامنيه قوماندانانو په ګډون  د هيواد په مرکز او ولايتونو کې منظمي غونډې جوړې شي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته