خبرونهټولنه

په بلخ کې له ۱۰۰ ډېرې دښمنۍ او شخړې حل شوې دي

کابل، د مرغومې ۱۶مه، باختر

د بلخ ولايت د سرحدونو، قومونو او قبايلو چارو رياست مسوولین وايي چې دغه رياست د قومي مشرانو او دیني عالمانو په مرسته د قومونو ترمنځ له ۱۰۰ ډېرې دښمنۍ او شخړې حل کړې دي.

د دغه ولایت د سرحدونو، قومونو او قبایلو چارو رئیس مولوي حبیب الله رحماني وایي، د دغه ولایت په بېلا بېلو ولسوالیو کې یې ۳۰ قومي شوراګانې جوړې کړي تر څو د کورنیو تر منځ دښمنۍ حل او په هېواد کې د هر ډول شخړو او دښمنيو لمن ورټوله شي.

رحماني زياته کړه چې تر دې مهاله یې په دغه ولایت کې د قومي مخورو او عالمانو په مرسته تر ۱۰۰ ډېرې هغه اوږدمهاله دښمنۍ حل کړي چې له امله يې لسګونه کسانو ته په کې مرګ ژوبله اوښتې وه.

په همدې حال کې یو شمېر قومي مشران له خلکو غوښته کوي چې د دښمنیو پر ځای دې د دوستۍ او ورورولۍ ژوند غوره کړي.

دغه قومي مشران زیاتوي دښمني پالل یو غیر شریعي کار او ناوړه فرهنګ دی چې بايد ورته د پاي ټکي کېښودل شي.

په تېرو شاوخوا څلوېښتو کلونو کې له بدمرغه افغانستان د کورنيو جکړو او د شغالګرو ترڅنګ د قومي شخړو او دښمنیو په پايله کې خپل ګڼ شمېر اوسېدونکي له لاسه ورکړي خو اوسمهال د اسلامي امارت د حاکميت سره سم نه يوازې د کورنيو جکړو او د اشغالګرو لمن ورټوله شوې بلکې په لسګونو قومي شخړو ته د پای ټکی اېښودل شوی دی.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته