ټولنه

د دوديزي لويې جرګي د مشورو ملاتړ وشو .

دميدان وردکو ولايت دامر خيلو سراسري شورا ددوديزي  لويې جرګي  دسلامشورو ملاتړ وکړ .

 دباختر داطلاعاتي اژانس دخبر له مخې ددغې شورا په غونډه کې د ميدان وردکو والي محمد حليم فدايي  ، دامر خيلو دسراسري شورا  رييس جنرال عتيق الله  امر خيل  او ددغه ولايت دقومونو په لسګونو تنو مشرانو او استازو ګډون کړي و .

   دميدان  وردکو  والي په هيواد کې دسولې اوث بات په تامينولو  کې دشوراګانو او قومونو رول ارزښتناک  وباله او وي ويل  شوراګانې کولاي شي دخلکو ترمنځ ګډژوند ،  يو والې او اتفاق  رامنځته کړي .

 وروسته دامرخيلو دسراسري شورا رييس جنرال عتيق الله  امر خيل دخبرو په ترڅ کې د دوديزي لويي جرګي له سلا مشورو  سره ددغې شورا ملاتړ اعلام کړ .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته