کابل باختر دسلواغي شپاړلسمه :
دکابل پوليسو پرون د نهمې حوزې په ساحه د استوګنې په يوه کورکې د پلټنې په بهير کې يوه اندازه وسلې اومهمات ترلاسه کړل .
دکابل ولايت د امنيې قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ: په ترلاسه شويو وسلو او مهماتوکې درې کلاشينکوفونه، يوه تومانچه او يوه اندازه مهمات شته .
د پيښې په اړوند دوه تنه نيول شوي دي .
ديوبل خبر له مخې: پوليسو يو شوکمار ديوولسمې حوزې په مربوطاتو کې ونيوه .
په نيول شوي سړي تور لګول شوى دى چې ديوې ميرمنې له لاس څخه يې يو موبايل غلا کړى دى.
0 د یوې دقیقې څخه لږ