امنیت

دافغانستان په ختيځ کې په نويو نښتو کې شپږ تنه پاکستاني طالبان ووژل شول .

کابل – باختر دمرغومې دمياشتې ٣
شپږ تنه   پاکستاني  طالبان  په  نورستان   ولايت کې د نويو نښتو په   بهير  کې ووژل شول.
دغه جګړه تيره شپه دکامديش ولسوالۍ په سرحدي سميه کې هغه وخت ونښته چې يوې ډلې پاکستاني طالبانو له پاکستان څخه دافغانستان په يوې سرحدي پوستې بريد وکړ.
دافغانستان په ختيځ کې دسرحدي پوليسو يو قوماندان باختر آژانس ته وويل :    په دې يوساعته نښته کې د دوى ديو قوماندان په ګډون شپږ تنه پاکستاني وسله وال طالبان ووژل شول.
ويل کيږي په دې نښته کې دافغانستان سرحدي پوليسو ته زيان نه دى اوښتى  .
له بله پلوه سرحدي مامورين وايي چې له دغې نښتې وروسته دوسله والو طالبانو څو جنګي وسايل او چاوديدونکي توکې يې  هم  ترلاسه کړى دي .
دنورستان ولايت دافغانستان په ختيځ له پاکستان سره د درې سوه شلوکيلومترو په اوږدوالۍ د ګډې پولې په لرلو سره تل دالقاعده وسله والو طالبانو او دپاکستان جګړه ماران په ګډون دتروريستي ډلو شتون او فعاليت  ډګر دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته