اقتصاد

د پنځه زره جريبه کرنيزې ځمکې د خړوبولو زمينه برابريږي

 پل علم  باختر دزمري دمياشتې  ١٦  :
په لوګر ولايت کې د اوبو د دوو بندونو د جوړولو کار پرون پيل شو.
د لوګر ولايت د کرنې او اوبو لګولو رياست د اوبو لګولو آمر خالد احمد د باختر آژانس خبريال ته وويل چې د اوبو بند د کرنې او اوبولګولو  وزارت له بودجې څخه د څه د پاسه نهو ميليونو افغانيو په لګښت د بره کي برک د چلوزو په سيمه کې او بل بند د کابو څلورو ميليونو افغانيو په لګښت دڅه دپاسه زر مکعب متره اوبو په ظرفيت په ده مغلان کې جوړيږي چې د هغو د کار په بشيړيدو سره به په دغو سيموکې په کرنيزو محصولاتوکې د يادونې وړ زياتوالى راشي.
ده وويل چې د دغو دوو بندونو په جوړيدو سره د اوبو د ضايعاتو مخه نيول کيږي او پنځه زره جريبه کرنيزې ځمکې به خړوبه شي .
د لوګر ولايت  د کرنې او اوبو لګولو رياست چارواکو د دغو دوو بندونو د جوړولو د کار د پيليدو په وخت کې له خلکو څخه وغوښتل چې د دغه شان پروژو په عملي کولوکې له دولت سره همکار و اوسي .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته