سیاست

جمهوررییس غني د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو اصلاحي طرحې واورېدې

کابل/ د لړم ۷مه/باختر
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررییس محمد اشرف غني پرون ماښام د بهرنیو چارو وزارت د سیاسي، منابعو او ادارې او اقتصادي چارو له مرستیالانو سره جلا جلا وکتل.
د جمهوررییس د ویاند دفتر باختر آژانس خبر روکړ:
په دغو کتنو کې چې په ارګ کې ترسره شوې، د بهرنیو چارو وزارت مرستیالانو په دغه وزارت کې د اصلاحاتو راوستو په اړه خپلې اصلاحي طرحې جمهوررییس ته تشریح کړې.
جمهوررییس غني د بهرنیو چارو وزارت د مرستیالانو د اصلاحي طرحو د وړاندې کولو مننه وکړه ویې ویل: دغه طرحې په مفصل ډول مطالعه کېږي او ډېر ژر به د بهرنیو چارو وزارت له مرستیالانو سره په ګډه غونډه کې په دغه وزارت کې د اصلاحاتو بهیر د چټکتیا په اړه جدي تصامیم ونیول شي او لازمې لارښوونې به وشي.#
پای/ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته