امنیت

يو ملکي وګړى په هلمند کې د طالبانو په صحرايي محکمه ووژل شو

کابل/ دمرغومي ٢٧مه /باختر
وسله والو طالبانو په هلمند کې په يوه صحرايي محکمه کې يو سړى په ډزو سره وواژه.
دغه پېښه پرون ناوخته د نهر سراج ولسوالۍ بازار ته څېرمه شوې ده.
د رارسېدلو خبرونو له مخې، يرغلګر د سه شنبې په ورځ دغه سړى د هلمند له لويې لارې څخه وتښاوه او پرون ناوخته د کلي د اوسېدونکو په وړاندې يې وواژه.
تر اوسه د دغه سړي د وژلو علت نه دى معلوم.
د هېواد په جنوب کې د اتل قول اردو يوه جګپوړي قوماندان د باختر اژانس خبريال ته وويل چې دغه سړى له دولت سره هېڅ اړيکه نه درلوده.
د پېښې شاهدان وايي چې يرغلګر نيول شوى سړى له ځورولو وروسته وژلى دى.
طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ويلي.
ختم- سعيده – اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته