امنیت

د دولت اووه څلويښت تنه وسله وال مخالفين ووژل شول

کابل باختر د لړم  يوولسمه :
د دولت ٤٧ تنه وسله وال مخالفين پرون د کونړ ولايت په مربوطاتوکې ووژل شول؛ ١٤ تنه يې ټپيان او درې تنه نور يې ونيول شول .
د ٢٠١ سيلاب قول اردو د قوماندانۍ مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبر ورکړ
د دولت وسله والو مخالفينو د کونړ ولايت د دانګام، اسمار او دمرورې ولسواليو  په مربوطاتوکې له امنيتي ځواکونوسره په جګړو لاس پورې کړ .
د امنيتي ځواکونو له توپچي، هوايي او ځمکنيو ګوزارونو سره مخامخ شول چې له امله يې د وسله والو طالبانو د ډلې٣٠ تنه غړي په دانګام ولسوالۍ کې اته تنه په اسمار ولسوالۍ کې او نهه تنه نوريې په مرورې ولسوالۍ کې ووژل شول او څوارلس تنه نور ټپيان شول .
د يادونې  وړ ده چې د مصري او همجد په نومونو د وسله والو طالبانو د ډلې دوه تنه قوماندانان هم په دانګام ولسوالۍ کې په وژل شويوکسانوکې شامل دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته