کابل پاختر د ثور لسمه :
څه د پاسه سل تنه وسله وال طالبان د بلخ ولايت په چاربولک کې ووژل شول .
د باختراژانس د سيمه يېز خبريال دخبرله مخې ، د وليد پنج عملياتو په دوام د بلخ ولايت په چاربولک ولسوالۍ کې د سلو تنو طالبانو په وژل کېدو سربېره ديرش کلي د طالبانو له شتون څخه پاک کړى شول .
د بلخ د پخواني والي عطا محمد نور د څرګندونوله مخې خلکو ته د روحيې د ورکولو او امنيتي ځواکونوسره د همکارۍ لپاره د جګړې کرښې ته تللى و او وايي چې په دغو عملياتو کې طالبانو ته زيات زيان اوښتى دى .
د بلخ د پوليسو قوماندان جنرال محمد اکرم سامع وويل ؛ دغه عمليات چې يوه اوونۍ يې دوام وکړ په ترڅ کې يې په چاربولک ولسوالۍ کې ديرش کلي د ډار اچوونکو له شتون څخه پاک شوي او د څه د پاسه سل تنه مخالفان هم پکې وژل شوي دي.
طالبان يوه اوونۍ مخکې د بلخ ،جوزجان اوسرپل له ولايتونو څخه راټول شول او په ډله يېز ډول يې په چاربولک ولسوالۍ بريد وکړ،خو د امنيتي ځواکونو له کلک غبرګون سره مخامخ شول او بېرته په شاه وتمبول شول . ختم_ شکريه _ اکرم
1 1 دقیقه لوستل