فرهنګ

دهنر سخن ميګويد دانځور ګرى نندارتون نن پرانستل شو .

کابل باختر د وږي اته ويشتمه :
داطلاعاتو اوفرهنګ  سرپرست پوهاند محمد رسول باوري نن دهنر سخن ميګويد دانځورګرى  نندارتون په کابل کې پرانست .
په هغو مراسموکې چې  په همدې مناسبت دطبيعي منابعو او دژوندانه دچاپيريال په چارو کې دجمهور رييس دسلاکار ډاکتر عباس بصير ، داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت ديوشمير  ريسانو او دځينو هنرمندانو په ګډون په ملي نګارستان کې پرځاى شول داطلاعاتو اوفرهنګ وزارت سرپرست پوهاند محمد رسول باوري دهنر او هنرمندانو درول او مقام په تيره بيا دانځورګرۍ دهنر په باب خبرې وکړې او دهغو هنرمندانو چې خپلې انځورګري  يې په دې نندارتون کې نندارې  ته وړاندې کړي دي قدرداني وکړه .
ده څرګنده کړه يواځې هنرمندان دي چې کولاى شي  دزمانې شيبې  تشخيصې  او انځورې کړي او دخپلې انځورګرى له لارې  خلکو ته ارزښتناک پيغامونه وړاندې کړي .
دغه راز دملي نګارستان مسوولې صابرې رحماني هم ددغه نندارتون په باره  کې معلومات ورکړل او ويې ويل چې په دې نندارتون کې  دانځورګرى دوه ويشت اثار چې دمحمد امين نادم ، غلام نبي او دموسي خان رجا له خوا برابر شوي دي نندارې ته وړاندې شوې دي .
دغه راز محمد امين نادم دخپلو همکارانو په استازيتوب  ددغه نندارتون  دجوړولو په برخه کې دهمکاري  په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ له وزارت څخه مننه وکړه اودانځور ګرى ددغو اثارو په باره کې يې معلومات ورکړل .
ده وويل چې دانځور ګرى ددغو اثارو  په جمله کې دروسيې دجمهور رييس ولادمير پوتين او دامريکا دمتحده ايالاتو د جمهور رييس دونالد ترامپ  دتصويرونو  دانځورګرى دوه  تابلوګانې هم شاملې دي چې يوبل ته دلاسونو دورکولو په حال کې دي .
ده زياته کړه چې دغه تصويرونه  هريو ددولس مربع معترو په سايز انځور شوي دي او ددغه نندارتون په پاى کې په کابل  کې دامريکا او دروسيې  سفارتونو ته ورکول کيږي .
ده له ترامپ او پوتين  څخه وغوښتل چې دنړۍ د قدرتمندو هېوادونو دجمهورورييسانو په توګه دنړيوالې  سولې دتامينولو په  لاره کې پرله پسې  او اغيزمنې هلې ځلې وکړي
دغه نندارتون ددوو نورو ورځو لپاره هم په ملي نګارستان کې دمينه والو پرمخ پرانستى دى .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته