خبرونهټولنه

د دولت شاه – الیشنګ ولسوالیو سړک د بیا رغونې چارې پيل شوې

کابل، د تلې ۲۳ مه، باختر
د لغمان ولایت د دولت شاه ـ الیشنګ ولسوالیو د لویې لارې د بیا رغونې چارې نن پيل شوې.
ټولګټو چارو وزارت ویلي چې دغه پروژه کې د ۸ پُلګوټو ترمیم او د ۸۰ متره استنادي دیوال رغول هم شامل دي، چې لګښت یې د افغانستان اسلامي امارت له بودجې څخه ورکول کېږي.
سرچینه زیاتوي چې د یادې پروژې د کار په جریان کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د کار زمینه هم برابره شوې او د چارو له بشپړېدو سره به یې، د دولت شاه او الیشنګ ولسوالیو د اوسېدونکو ترانسپورتي ستونزې هوارې شي.
ن.ر

دوام

ورته لیکنې

دکمه بازگشت به بالا