ورزش

احمد ولي هوتک خپل روسي سيال ته ماتې ورکړه

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ٨
د افغانستان د رزمي مبارزو نوميالي ورزش کار احمد ولي هوتک تېره شپه خپل روسي سيال ته ماتې ورکړه .
د باختر آژانس دخبرله مخې:
د هېواد د رزمي مبارزو دغه ورزشکار له روسي ځواکمن ورزشکار (يوري ريانو) سره په سيالۍ کې هغه تسلميدوته اړ کړ او يوه بله کارنامه او وياړ يې ثبت کړ .
دغه رزمي ورزشکار تر اوسه پورې په زياتو بهرنيو سياليوکې ګډون کړى دى او زيات مډالونه يې ترلاسه کړي دي .
د يادونې وړ ده چې په دې وروستيو وختوکې د هېواد بل رزمي ورزشکار مبارز هم وکولاى شول خپل روسي سيال ته ماتې ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته