سیاست

د هودخیلو د قومي شورا لسګونو تنو غړوله انجینیر محمدخان سره وکتل

کابل / باختر د تلې  دمياشتې  ٧ 
د افغانستان د اسلامي جمهوریت د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیرمحمدخان نن د هودخیلو د قومي شورا له غړو، ځوانانواو د کابل ولایتي شورا له یوشمیرغړو سره په مرمرینه ماڼۍ کې وکتل.
دافغانستان داسلامي جمهوريت داجرائيه رياست مطبوعاتي دفترباخترآژانس ته خبرورکړ.
په دې کتنه کې د هود خیلو د قومي شورا استازي ملک رفیق وویل چې، له څو ټولنیزوشورا ګانو څخه يې داسې یوه لویه شورا جوړه کړې چې د ملي وحدت له حکومت سره اوږه په اوږه د خپلو ستونزو په هوارۍ کې هلې ځلې وکړي.
ملک زیاته کړه چې، دوی د ملي وحدت د حکومت له کلکو ملاتړو څخه دي، او له خپل حکومت څخه غواړي چې ددوي سیمو ته ځانګړې پاملرنه وکړي اود کوڅو د پخولو او دسړکونو د جوړولو په برخه کې ورسره مرسته وکړي.
د ولایتي شورا غړي حاجی سیدعمر،هم په خپل وار د هود خیلو د سیمې د خلکو له ستونزو څخه پرده پورته کړه، او وې ویل چې د هود خیلو د سیمې خلک له ګڼو ستونزو سره لاس ا وګریوان دی.
حاجی سیدعمر زیاته کړه چې، په سیمه کې دځمکو د یو شمیر غاصبانو له خوا ورته سختې ستونزې راولاړې شوې ، چې په خبره يې یوشمیرزبر ځواکوله خوا يې ځمکې غصب شوې او پردوی ظلمونه کوي.
ده زیاته کړه چې، ددې ترڅنګ يې په نیږدې سیمه کې نه ښوونځی اونه روغتیايي مرکز شتون لري، چې دوی يې له سختو ستونزو سره مخ کړی.
حاجی سید عمرددې ترڅنګ د هود خیلو ځوانانوته د کار او دندو د پیداکولوغوښتنه هم وکړه او ویې ويل چې ډیر ځوانان د وزکارتيا له امله نور په تنګ شوي دي.
په پای کې د اجرائیه ریاست لومړي مرستیال انجینیر محمدخان د هودخیلو د قومي شورا غړو او د کابل دولایتي شورا وکیلانوته ډاډ ورکړ چې د شته ستونزو په اوارولو کې به يې اړوندو ارګانونوته لازمې لارښوونې وکړي.
دغه راز ده د هودخیلو د قومي شورا له غړو څخه وغوښتل چې په خپلو کې یوموټۍ شي او د ملي وحدت له حکومت سره اوږه په اوږه د شته ستونزو په اورولو کې مرسته وکړي.
د اجرائیه ریاست لومړي مرستيال د هودخیلو د قومي شورا د مدني حرکتونو ستاینه وکړه اوزیاته يې کړه چې، مدني حرکتونو تل د حکومتونو له پامه دغورځيدلو سیمو په آبادولو اوسمورولو کې رغنده رول لوبولی دی .
انجینیر محمدخان دوی ته ډاډ ورکړ چې د کلیودبياجوړولواو پراختیا وزارت او د کابل ښاروالۍ له استازو سره به ددوی دستونزه په اړه ډیر ژر خبرې وکړي چې په خپل وار دهودخیلو د قومي شورا ستونزو ته دحل لاره پیدا کړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته