امنیت

درې تنه په ننګرهارکې له جنګي وسايلو سره ونيول شول

کابل/ د لړم لومړۍ/باختر
په ننګرهارکې درې تنه له جنګي وسايلو سره ونيول شول.
دغه کسان پرون ناوخته په شينوارو ولسوالۍ کې هغه وخت ونيول شول چې غوښتل يې جنګي وسايل نامعلوم ځاى ته ولېږدوي.
د ننګرهار د والي وياند عطاالله خوږياڼي باختر آژانس ته وويل چې له دغوکسانو څخه ٤٠کيلوګرامه نشه يي توکي، دوه تومانچې او د چاودنو د ترسره ورکولو لپاره وسايل  ترلاسه شوي دي.
نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنوکې اعتراف کړى دى چې په ننګرهارکې يې ډار اچوونکو ته چاوديدونکي توکي او جنګي وسايل لېږدول.
ختم – شکريه -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته