امنیت

دطالبانو يو قوماندان ونيول شو اودرې تنه طالبان ووژل شول

کابل باختر آژانس د وږى درى لسم
دطالبانو يو قوماندان په هلمند ولايت کې ونيول شو.
دغه قوماندان په هلمندکې دطالبانو ديوتن مشهور قوماندان ملاخالق داد ورور دى.
دهلمند دوالي ويندوى  داود احمدي باختر آژانس ته وويل دغه قوماندان دګرشک ولسوالۍ په باوري سيمه کې دافغان او ناتو په ګډو عملياتو کې ونيول شو .
ديو اړونده په خبر ځاى دڅرګندونو له مخې له ده څخه دوسايطو ِ دولس ماينونه دامنيتى ځواکونو لاس ته ورغلي دي.
په دغو عملياتو کې چاته زيان نه دى اوښتى.
ديوبل خبر له مخې په هلمندولايت کې دايساف دځواکونو په يوه هوايي بريد کې درى تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي باختر آژانس ته وويل : دغه بريد هغه وخت ترسره شو چې طالبانو تيره شپه دنهر سراج ولسوالۍ  په کونجک سيمه کې دناتو دځواکونو په جنګى الوتکو ډزې وکړې او دناتو ځواکونو هوايي بريدونه ورباندې وکړل او له امله يې  درې تنه طالبان ووژل شول.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته