کابل باختر دچنګاښ ٢٦
وسله والو طالبانو داسلام قلعه بندر دګمرک دکميسارۍ درې تنه کارکوونکي په ډزو سره ووژل .
دغه کارکوونکي تيره شپه کله چې له هرات ښار څخه دخپلې دندې په لور روان و ، دلارې په اوږدوکې اودکهسان ولسوالۍ په مربوطاتو کې ديرغلګرو له خوا پرې ډزې وشوې او ووژل شول .
دهرات دوالي وياند جيلاني فرهاد باختراژانس ته وويل چې قربانيان دګمرک دکشف آمر ، دبايومتريک آمر او يوه ښځينه پوليسه وه .
ده وويل چې ددغې مرګاني بريد دعاملانو دپيژندنې او نيولو لپاره پلټنې پيل شوي دي .
2 د یوې دقیقې څخه لږ