بروکسل- دويچه ويله – باختر دسلواغې دمياشتې ١٣
دناټو مشران وايي چې دافغانستان دپوليسو او د اردو ځواکونه زياتې روزنې ته اړتيا لري چې وکولاى شي په يوازيتوب سره دخپل هيواد امنيت تامين کړي .
ددغې مسلې په باب پرون د آلمان په مونشن ښارکې په يوې امنيتي کنفرانس کې خبرې وشوې.
په اروپا کې د ناټو دځواکونو قوماندان جنرال پلپ بريدلف ددغه کنفرانس ترڅنګ وويل : که څه هم افغان امنيتي ځواکونه دتيرکال په پرتله پياوړي شوي دي خو د ده په خبره دغه ځواکونه زياتې روزنې ته اړتيا لري .
دافغان ځواکونو د روزنې ماموريت دکابل او واشنګټن ترمنځ په امنيتي موافقه ليک پورې اړه لري.
د آلمان د دويچه ويله راډيو دخبرله مخې : ددغه موافقه ليک لاسليک به ښايي په افغانستان کې د لسو زرو تنو امريکايي سرتيرو او د نورو بهرنيو هيوادونو د شپږ زره تنو سرتيرو دشتون د دوام لپاره زمينه برابره کړي .
يو شمير دغه ځواکونه به دافغان ځواکونو د روزنې په برخه کې مرسته وکړي خو تراوسه پورې معلومه نه ده چې دغه موافقه به څه وخت لاسليک شي.
0 1 دقیقه لوستل