فرهنګ

ډاکترکمال سادات: د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د روزنيزو فرهنګي پروګرامونو په برابرولوکې د ماشومانو د اصلاح او روزنې له مرکزونو سره همکاري کوي

کابل باختر دچنګاښ د مياشتې ٨ :
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکترکمال سادات نن د عدليې وزارت  د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو له لوى رئيس سره په کتنه کې دغو مرکزونو ته د روزنيزو فرهنګي پروګرامونو  د برابرولو په اړوند خبرې وکړې .
د باختر آژانس د خبريال دخبرله مخې:
په دې کتنه کې د عدليې وزارت د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو لوى رئيس محمدصديق صديقي او د کابل ولايت د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکز رئيس مير فياض الدين اميني ددغه وزارت دفعاليتونوپه اړوند داطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ته معلومات ورکړل.
دوى وويل چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د آزادۍ د سلب مرکزونه دي چې مظنون، متهم او محکوم ماشومان چې له ١٢کلنى څخه تر  ١٨ کلنى پورې وي؛ د ساتنې او بيا روزنې لپاره معرفي کيږي.
دوى زياته کړه چې د ماشومانو د اصلاح او روزنې مرکزونه د اطلاعاتو او فرهنګ،  کورنيو  چارو، پوهنې، حج او اوقافو او کار، ټولنيزو چارو، شهيدانو او معلولينو د وزارتونو او د نورو اړوندو ارګانونو په همکارۍ د دغو مرکزونو ماشومانو ته ښوونيز، روزنيز، تعليمي، فرهنګي، حرفوي او امنيتي خدمتونه برابروي.
دغه راز په دې کتنه کې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکاريو دجلبولو او د عدليې وزارت د ماشومانو د اصلاح او روزنې د مرکزونو د اړتياوو د لرې کولو په تېره بيا د دغو مرکزونو ماشومانو ته دتياتر، تمثيلي او موسيقي د پروګرامونو، د روزنيزو او تربيتي فلمونو، خپرونو او د نورو روزنيزو فرهنګي همکاريو د برابرولو  په باره کې خبرې وشوې .
دغه راز دوى په دغو برخوکې د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت د همکارۍ غوښتنه وکړه .
د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت سرپرست ډاکتر کمال سادات ماشومان او تنکي ځوانان د هېواد د راتلوونکې ارزښتناکه پانګه وبلله او د هغوى د ژوندانه د حالت د ښه والي او ددغه وزارت له خوا دوى ته د روزنيزو او تربيتي پروګرامونو د زمينو د برابرولو ژمنه وکړه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته