ټولنه

د سمنگانو ولايت مقام ته ودانۍ جوړيږي

کابل باختر  دجوزاد مياشتې ٤ :
د سمنګانو ولايت دمقام  د نوې ودانۍ دجوړولو کار نن ديو مليون ډالرو په لګښت
ددغه ولايت دمرکز ايبکو په نوى ښارکې پيل شو.
دسمنګانو والي خيرالله انوش ددغې ودانۍ دبنسټ دډبرې دايښودولو په مراسمو کې دباخترآژانس خبريال ته وويل: دغه ودانۍ دافغانستان دحکومت له پراختيايي
بودجې څخه په استفادې سره جوړيږي.
د انوش دڅرګندونوله مخې: دغه ودانۍ به دسمنګانو ولايت دمقام د ټولو کارکوونکو لپاره پنځوس ادارې خونې او جومات په ګډون د اړتيا وړ ملحقات ولري.
د سمنګانو  ولايت مالي او اداري رييس عبدالحى فرحت وويل: همد اوس دولايت اداره د ځاى له کمښت سره مخامخه ده او آن د څو څانګو کارکوونکي په يوه خونه کې کار کوي .
د سمنګانو ولايت دمالي او اداري رييس دمعلوماتوله مخې: په دغه ولايت کې په سلوکې پنځه  نوي  دولتي ادارې ودانۍ لري او نوريې په کرايي کورونوکې فعاليت کوي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته