کابل / د مرغومي ٢٦ مه/ باختر
پوځيانو په لوګر کې تېره شپه څه د پاسه ٨٠٠ کيلوګرامه چرس کشف او ضبط کړل.
د لوګر د والي وياند ديداراحمد لونګ د باختر آژانس سيمه ييز خبريال ته وويل: د دغه ولايت د ملي پوليسو او ملي امنيت ځواکونو څه د پاسه ٨٠٠ کيلوګرامه چرس چې په دوو پيکپ موټرونوکې ځاى پرځاى شوي وو؛ د لوګر د څرخ ولسوالۍ په ډبر سيمه کې د عملياتو په سيمه کې کشف اوضبط شول .
هغه زياته کړه چې پوځيانو د دغو نشه يي توکو په اړوند دوه کسان نيولي دي.
شل ورځې مخکې هم څه دپاسه ١٠٠٠ کيلوګرامه چرس د پوځيانو په جلاجلا عملياتو کې د لوګر د مرکز په مربوطاتو کې کشف او ضبط کړي وو.
پاى ج ذ
0 1 دقیقه لوستل