کابل/ د تلې ٢٤مه/باختر
په قندهار ښارکې سلګونو اړو کورنيو بشري مرستې ترلاسه کړې.
دغه کورنۍ په قندهارکې له جګړو څخه بېځايه شوې او د وروستيو سېلاوونو زيانمن شوي کسان دي.
د قندهار د کډوالو د راستنولو چارو ادارې يو مسوول وايي چې په دې دوره کې پر ٦٠٠ کورنيو خوراکې توکې ووېشل شول.
دغه مرستې حکومتي او غيرحکومتي مرستندويو بنسټونو برابرې کړې وي.
پاى ذ
0 د یوې دقیقې څخه لږ