مهترلام/ د چنګاښ ۱۶ مه/ باختر
نن سهار د کابل ـ جلال آباد پر لویه لار د لغمان په مربوطاتو کې ۱۶ وسله وال طالبان ووژل شول.
د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي د باختر اژانس سیمه ييز خبریال ته وویل چې دغه وسله طالبان د ملي امنیت، اردو او پولیسو په کمین کې وژل شوي دي.
سرچینه زیاتوي چې په نښته کې د قاري روح الله په نامه قوماندان چې څه موده مخکې له بند څخه ازاد شوی، ټپي شوی دی.
ویل کېږي په نښته کې دوه سرتېري هم ټپیان شوي، خو روغتیايي وضعیت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.
پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ