امنیت

په کونړکې ملي اردو ته د سر زيان واوښت

کابل باختر دکب څلورمه :
د وسله والو مخالفينو په هغه بريدکې چې له بهرنيو طالبانو سره په همکارۍ کې نن سهار د کونړ ولايت د غازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو په پوستو ترسره شو؛ د ملي اردو ځواکونو ته د سر زيان اوښتى دى.
دملي دفاع وزارت ويندوى جنرال محمدظاهر عظيمي باخترآژانس ته وويل: کورنيو اوبهرنيو ډار اچوونکو نن د يکشنبې د ورځې د کب د مياشتې په څلورمه نيټه د سهارپه څلورو بجوله بهرني ملاتړڅخه په استفادې سره دکونړ ولايت دغازي آباد ولسوالۍ په مربوطاتوکې د ملي اردو په پوستو بريد وکړ چې له امله يې د ملي اردو ځواکونو ته د سر زيان واوښت .
دپيښې جزئيات وروسته خپريږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته