امنیت

يو تنکى ځوان د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو

کابل – باختر د غبرګولي دمياشتې ١٢
درې تنه انسان تښتوونکي نن د يوه شپاړلس کلن تنکي ځوان د تښتونې په تور په فراه ولايت کې ونيول شول.
د فراه ولايت د امنيې قوماندانۍ ويندوى جاويدکارګر د باختر آژانس خبريال ته وويل: شپاړلس کلن تنکي ځوان عصمت الله څلور ورځې مخکې د دريو تنو انسان تښتوونکو له خوا د فراه ښار له مربوطاتو څخه وتښتول شو او نامعلوم ځاى ته ليږدول شوى و.
خبرځاى زياته کړه: دغه ځوان نن سهار د امنيتي ځواکونو او د سيمې د خلکو په همکارۍ د انسان تښتوونکو له منګولو څخه آزاد شو.
خبرځاى زياته کړه: پوليسو وکولاى شول چې د دغه تنکي ځوان د تښتونې په تور هم درې تنه په ساحه کې ونيسي.
له نيول شويو کسانو څخه تحقيقات پيل شوي دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته