خبرونهامنیت

ننګرهار کې پاکستان ته د ۶۰۰ زرو ډالرو قاچاق په تور یو تن نیول شوی

 کابل / د وري ۲۸ مه / باختر

د ننګرهار په تورخم ښارګوټي کې له يو سړي سره ۶۰۰ زره امريکايي ډالر ونيول شول چې دغه ډالر پاکستان ته قاچاق کېدل.

د تورخم کميسار سيد غازي الله هاشمي وايي، چې نیول شوي سړي په خپل جرم اعتراف کړی او په لومړنیو څېړنو کې یې ویلي چې دغه ډالر يې پاکستان ته د ګټې کولو په موخه قاچاق کول.

هاشمې زیاتوي چې له نیول شوي سړي څخه څېړنې پیل شوې دي او ډېر ژر به عدلي او قضايي ارګانونو ته ور وپېژندل شي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم د هېواد په یو شمېر نورو ولایتونو کې د ډالرو د قاچاق په تور ګڼ شمېر کسان نیول شوي چې عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي دي.

ن/ر

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته