ښوونه او روزنه

دسنامجلس لومړي نايب دکابل دطبي پوهنتون رييس وستايه

کابل باختر د ليندۍ دمياشتې  ١٥ :
دسنا مجلس لومړي نايب محمد علم ايزديار نن ديوې غونډې په ترڅ کې دکابل دطبي پوهنتون له رييس او دلوړو زده کړو وزارت ديوشمير مسوولينو اودپوهنې دکارکوونکو  کړه وړه وستايل .
دمشرانو جرګې مطبوعاتي دفتر باخترآژانس ته خبرورکړ :
په دې غونډه کې د کابل دطبي پوهنتون رييس دنورو په استازيتوب  په بيلابيلو برخو کې ورځ په ورځ زياتيدونکو پرمختګونو او په معاصرې تکنالوجۍ  دمحصلانو  او زده کوونکو  برلاسي ، په تحصيلي اوتعليمي بنسټونو کې دلوست په کيفيت باندې مثبتې اغيزې کړې دي.
وروسته  دمشرانو جرګې لومړي نايب په داسې حال کې چې  ددينې ، فرهنګي ،. پوهنې اودلوړو زده کړو دچارو دکميسيون مرستيال مولوي ميرحمدالله منيب اوځينې سناتوران هم حاضر وو په هېواد کې دتعليمي او تحصيلي  زمينو دانډوليږې  پراختيا  داړتيا  اودپوهې دزده کړې  دارزښت په باره کې  رڼا واچوله  او دپوهنې او لوړو زده کړو په برخو کې يې  اوسني برياليتوبونه  دقناعت وړ وبلل او  دهغو په لازياتې  ودې باندې يې  ټينګار وکړ او داړونده کميسيون  دستاين ليک دورکړې له امله دمننې په څرګندونې سره  دکابل دطبي پوهنتون درييس  پوهاند شيرين آقا ظريف ، داکاډميکي چارو دسمون رييس  سيدبهادراکبر مير  او   دلوړو زده کړو وزارت دټاکنو اوترفيع درييس  لطف الله  حق پرست  ، دپوهنې دکيفيت  دلوړولو درييس اميرمحمد امير اودکابل ښار دازادۍ ليسې دمدير عبدالبشير  کړه وړه وستايل  اود چارو په ترسره کولو  کې يې دهغوى دلازياتو برياليتوبونو هيله وکړه. 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته