تهران ايرنا باختر دوري دمياشتې ٨:
د ايران د کورنيو چارو وزير عبدالرضا رحماني فضلي او د پاکستان د ماليې وزير محمداسحق دار چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو د ګډ کميسيون مسووليت په غاړه لري؛ په خپلې پرونۍ کتنه کې موافقه وکړه چې د دواړو هېوادونو د اقتصادي همکاريو د ګډون کميسيون شلمه غونډه دې په راتلوونکو څو مياشتوکې په تهران کې جوړه شي .
د ايرنا د خبرله مخې: دواړو لورو په دې کتنه کې د ظرفيتونو او د اوسنيو ډول ډول او ګډو زمينو په څيړنې سره د دواړو هېوادونو د تجارتي او اقتصادي همکاريو د پراختيا لپاره موافقه وکړه چې د جمعې د ورځې د کتنو په بهيرکې د دواړو هېوادونو د مشرانو د ستراتيژيکي تفاهماتو او هدفونو په لاره کې د دواړو هېوادونو د اقتصادي تبادلاتو د حجم د پنځه برابره زياتوالي او پنځو ملياردو ډالرو ته د هغو د رسولو په باب غور وکړي.
د ايران او پاکستان د اقتصادي همکاريو د ګډکميسيون د رئيسانو نورې موافقې په تهران کې د اقتصادي همکاريو د ګډکميسيون دشلمې غونډې ترڅنګ د دواړو هېوادونو د سوداګرو او د اقتصادي فعالانو د غونډې جوړول و.
1 1 دقیقه لوستل