ټولنه

په بغلان کې خونړۍ ترافيکي پيښه

کابل باختر دغبرګولي دمياشتې ٢٢ :
په  بغلان ولايت کې  تيرماښام د يوې  خونړۍ ترافيکي پيښې له امله يو تن  ووژل شو  او يو تن بل ټپي شو.
د بغلان  ولايت دترافيکو مدير څارمن سيدعالم د باختر آژانس خبريال ته وويل :  دغه پيښه  له يوه کرولا موټر سره  د يوه موټر سايکل دټکر زيږنده  وه .
يوه اړونده خبرځاى  وويل : دغه پيښه د دعوت ليسې په وړاندې رامنځته شوه  چې له امله يې يوتن  ووژل  شو  او يو تن بل  يې  ټپي شو.
ويل کيږي قربانيان د موټرسايکل سپرلۍ وې او دکرولا موټر چلوونکى  له ساحې څخه تښيدلى دى.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته