امنیت

ددرندو وسلو يوه اندازه مهمات او څو ايکم مخابرې په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاسته ورغلل اوله منځه يوړل شول.

کابل باختر د مرغومي دمياشتې  ١٦ :
دملي اردو دوه تنه منسوبين دامنيتي فعاليتونوپه بهېرکې شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت دوياند مطبوعاتي د فتر نن باخترآ ژانس ته خبرورکړ.
دغه منسوبين په داسې حال کې چې دامنيت دتامينولو اود دښمنانو او تروريستانو دبريدونو دشنډولو لپاره  مبارزه کوله په واټونو کې دښخ کړاى شويو مايونو د چاودنې او دتروريستانو ددرندو وسلو  دډزوله امله شهيدان شول.
دملي دفاع وزارت  مقامات وايي چې دغه منسوبين  په جلاجلا پيښو کې شهيدان شوي دي   خو دپيښو ځاى يې  مشخص نه کړ.،
دملي اردو دغه ميړني  او زړور منسوبين  هغه وخت شهيدان شول چې  دتروريستانو له خوا په واټونوکې شپږ ښخ کړي شوي ماينونه وچاوديدل.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته