کابل، د چنګاښ٢٧مه، باختر
د کابل ښاروالۍ معين مولوي سيدعصمت الله عاصم د دغه بنسټ له مراجعينو سره په کتنه کې د هغوى د ستونزو په لري کولو او څېړنې تينګار وکړ.
د باخترآژانس د خبرله مخې؛ په دې کتنه کې د کابل ښاروالۍ معين وويل چې د خلکو د اړتياوو او معقولو غوښتنو د څېړنې لپاره د دغه بنسټ مسوولين خدمت ته چمتو دي.
د مسوولينو بي پروايي او په دندو کې غفلت د کابل ښاروالۍ مشرتابه ته د منلو وړ نه دي.
نوموړي زياته کړه چې د ښاري او سيمه ييزو ستونزو د لرې کولو لپاره لازمه ده چې ټول خپل مسووليتونه وپېژني او د يو بل په همکارۍ د کابل ښار د مثبت بدلون شاهدان و اوسو.
د کابل ښاروالۍ معين وويل چې زموږ هڅې د صادقانه خدمتونو ترسره کول دي چې د خلکو خوښي ترلاسه کړو او د سندونو په بشپړولو کې پيچلي بهيرونه او د وخت نيول به اسانه کړو.
\ ج