سیاست

جمهوررئیس غني او مخکېني جمهوررئیس حامد کرزي اختر مبارکي وکړه

کابل_باختر د غبرګولي د مياشتې٢٨مه
د افغانستان د اسلامي جمهوریت جمهوررئیس محمد اشرف غني پرون ماسپښین د مخکېني جمهور رئیس حامد کرزي کور ته ورغی او له ده سره یې د نېکمرغه کوچني اختر مبارکي وکړه.
د جمهور رييس د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
دوی د صمیمت په فضا کې د هېواد پر روانو موضوعاتو بحث او خبرې وکړې.
حامد کرزي په هېواد کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره له طالبانو سره د جمهوررئیس غني اوربند یو ښه نوښت وباله او د افغانستان ملت ته یې د هغه مبارکي وویله.
هغه زیاته کړه، د ټولو قشرونو دنده ده چې د دایمې او تلپاتې سولې په خاطر د سولې پروسې او د جمهوررئیس محمد اشرف غني د دې اقدام هر اړخیز ملاتړ وکړي. 
د افغانستان د اسلامي جمهورریت جمهور رئیس د هېواد د مخکېني جمهور رئیس د لیدلوري او دغه راز د سولې پروسې او اوربند څخه د خلکو د هرکلي او ملاتړ  مننه او قدرداني وکړه. دواړو لورو له جګړو او ستونزو څخه د خوندي افغانستان لپاره خوشبیني وښوده.#
پاى_ج

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته