اقتصاد

د آریانا-افغان هوایې شرکت د ونډه والو غونډه جوړه شوه

کابل_باختر د تلې د مياشتې١٨مه
د آریانا-افغان هوایې شرکت د ونډه والو غونډه پرون د مالیې د وزیر اکلیل حکیمي په مشرۍ جوړه شوه.
د ماليې وزارت د وياند دفتر باختر آژانس ته خبر ورکړ:
په دې غونډه کې د آریانا- افغان هوایې شرکت د پنځه کلنو اجرااتو په اړه د ولسمشرۍ ماڼۍعالي مقام د حکم له مخې د ټاکل شوي پلاوي په راپور، د پرزو له لیږد وروسته د غیر فعاله الوتکو د ټوټه کولو د کار په چټکتیا، د ۳۲۰ ایربس یوې الوتکې په چارتر کولو، د شرکت د څارنې پلاوي د نویو غړو په وړاندیز او نورو اړندو مسایلو خبرې وشوې او په اړه یې لازمې پریکړې وکړې.#
پاى_ف

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته