سیاست

اجرائيه رييس دماليې وزارت له چارواکو سره وکتل

کابل باختردلړم دمياشتې ٧ :
دافغانستان داسلامي جمهوريت  اجرائيه رييس ډاکتر عبدالله عبدالله نن مازيګر  دماليې وزارت  له معين  اودګمرکاتوله رييس سره  دسپيدار په ماڼۍ کې  دخپل کار په دفتر کې وکتل .
داجرائيه رياست مطبوعاتي دفتر باختر آ ژانس ته خبر ورکړ :
په دې کتنه کې په ګمرکاتو کې  دکار داغيزمنتوب اودفساد دله منځه وړلو دڅرنګوالي او دعوايد دلوړولو په باب خبرې وکړې .
چارواکو   خپلې مشخصې نظريې اوپيشنهادونه  اجرائيه رييس ته وړاندې کړل
دافغانستان داسلامي جمهوريت اجرائيه رييس  دهېواد دبودجې دکمښت  او دمالي ستونزو په پام کې نيولو سره  دګمرکاتوپه برخه کې دفساد په له منځه وړولو او اصلاحاتو باندې ټينګار وکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته