اسعد اباد باختر د لیندۍ ۲۴ مه
د کونړ ولایت د غازي اباد ولسوالۍ په ترناب سیمه کې د افغان ځواکونو او وسله والو طالبانو ترمنځ نښته شوې چې پر مهال یې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي دي.
د ۲۰۱ سیلاب قول اردو څخه باختر اژانس ته په استول شوې خبرپاڼه کې ویل شوي چې د تېرې ورځې په نښته کې درې تنه وسله وال طالبان ټپيان شوي، خو افغان ځواکونو ته په کې زیان نه دی اوښتی.پای/وصال
0 د یوې دقیقې څخه لږ