امنیت

په هرات کې د امنيت په تامينولو کې د ملي اونړيوالو ګډوځواکونو په هلوځلو ټينګار

کابل باختر دوري دمياشتې ١٢ نيټه :
د هرات والي  د امنيت د تامينولو او د ناامنيو  د عواملو د له منځه وړلو په خاطر د ملي  اونړيوالو ګډو ځواکونو په  هلو ځلو ټينګار وکړ.
د انصار د ساحوي زون  د پوليسو د قوماندانۍ د  قرارګاه  د همغږۍ په مرکز کې د لويديځ  زون  د پوځي او امنيتي جګپوړي قوماندانانو له مياشتنۍ غونډې سره     جوخت  د هرات  والي محمد آصف  رحيمي له  امنيتي  او دفاعي ځواکونو څخه داطلاعاتو د هممغږۍ  رامنځته کولو غوښتنه  وکړه.
په دې غونډه کې په هرات ولايت کې د ولايتي شورا رئيس او د انتخاباتو د خپلواک  کميسيون رئيس هم ګډون  کړى و  چې د تېرکال د اجراتو د ترسره کولو ترڅنګ  په  روان کال کې  ترلاس لاندې  پلانو نو او د  رايې ورکولو د مرکزونو د امنيت د تامينولو د څرنګوالي او د رايې ورکولو د کارتونو د ويشلو د پروګرام په تطبيق   او مرستې په باب هم خبرې وشوې. پاى عطاالله ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته