
کابل، د غوايي ۶مه، باختر
د اوبو او انرژۍ وزارت د روانې مياشتې له ۶ څخه تر ۸ نېټې پورې د هېواد د سیندیزو حوزو په ځینو ځایونو کې د اوبو کچې د لوړوالي او د سېلابونو د راوتلو اټکل کړی دی.
یاد وزارت د یوې خبر پاڼې په خپرولو سره ویلي، چې د دغه ناڅاپي اورښتونو او سېلابونو راوتلو ډېر اټکل د (پنج آمو، کابل او هلمند) حوزو کې شوی دی.
په خبرپاڼه کې همدارنګه ویل شوي، چې د سېلابونو او اوبو د کچې لوړوالی په ځانګړې توګه د بغلان، پنجشېر، غوربند، لوګر، میدان، کابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، کونړ، لغمان او غزني سيندونو پر لاره او ذکر شویو ځاینو په ځینې سېلبرونو کې شتون لري.
په همدې اساس له ټولو هغو هېوادوالو څخه چې د نوموړو سیندونو پر غاړو کې هستوګن دي، په ډېر درنښت سره هیله کیږي، چې له یادې موضوع څخه ځانونه خبر کړي او د سیلاب د راتلو په صورت کې د سیند د غاړو اړوند او هغه خلک چې په لاندېنیو سیمو کې ژوند کوي خبر کړي؛ تر څو د ځان او خپلو ماشومانو د ساتنې لپاره د سیندونوپه غاړو کې له هر ډول تګ او راتګ څخه ډډه وکړي، ترڅو د انساني او مالي زیانونو مخنیوی وشي.
افغانمل