کابل باختر دچنګاښ دمياشتې ٢١ :
په دوو خپلواکو بودجوي واحدونو د جمهوري رياست د چارو د ادارې دلوى رياست دويش په باب دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوررئيس محمداشرف غني فرمان ؛
په دوو خپلواکو بودجوي واحدونو د جمهوري رياست دچارو د ادارې دلوى رياست دويش په مقصد ، دغه مراتب منظور اولارښوونه کيږي :
لومړۍ ماده :
دجمهوري رياست د چارو د ادارې دلوى رياست ويش :
د جمهوري رياست دچارو دادارې لوى رياست ددغه فرمان دصادريدو له نيټې څخه په دوو خپلواکو بودجوي واحدونو .
_ دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دعالي مقام ددفتر دلوى رياست .
_ دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهوري رياست دچارو د ادارې دلوى رياست تر عنوانونولاندې ويشل کيږي .
دويمه ماده :
ددواړو خپلواکو بودجوي واحدونو مالي ، اداري او خدماتي برخه ددغه ويش د ښه عملي کيدو په خاطر دې جلا اجرايي ميکانيزم تنظيم شي .
دريمه ماده :
د دواړو خپلواکو بودجوي واحدونو دکارکوونکو معاشونه اوامتيازونه
د١٣٩٦ مالي کال دمنظورو شويو حکمونوسره سم د دواړو بنسټونو دکارکوونکو معاشونه اوامتيازونه دې له بدلونونو پرته دپخوا په شام اجرا شي .
څلورمه ماده :
ددواړو خپلواکو بودجوي واحدونو تشکيل اوټاکنې :
دافغانستان داسلامي جمهوريت د جمهوري رياست دعالي مقام ددفتر دلوى رياست اود جمهوري رياست د چارو د ادارې دلوى رياست تشکيل او ټاکنې دې په جلاجلا توکه دمنظورۍ لپاره د جمهوري رياست مقام ته وړاندې شي .
2 1 دقیقه لوستل