٣٥-کابل باختر دليندي دري ويشتمه
دبغلان ولايت دجلکي ولسوالۍ دامنيې قومادانۍ پوليسو نن ددښمن دمهماتو يوه زيرمه ترلاسه کړه .
دجلګي ولسوالۍ امنيه قوماندان سرڅارمن محمد افضل دباختر اطلاعاتي اژانس ته وويل، له دغې زيرمي څخه دزيګو يو شپږ بکسي ګولۍ ، دارپي جي _ ٧ توغندي څلورماينونه ، دهاوان پنځه ماينونه او دبي ام _ ١ توغندي درې ماينونه ددولتي ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
دجلګي ولسوالۍ دامنيه قوماندان دڅرګندونو له مخې ترلاسه شوي مهمات په وسله والو طالبانو پورې مربوط دي .