فرهنګ

دنقشبندي طريقت سيمينارجوړ شو

کابل باختر د وږي  پنځلسمه
داطلاعاتو او فرهنګ وزارت په نوښت دنقشبند  په طريقت  دسيمينار کار پرون  دافغانستان داسلامي  جمهورريت  دجمهور رييس حامدکرزي  دپيغام په لوستلو سره پرانستل شو .
دباختر اژانس دخبريال دخبر له مخې دغه سيمينار چې دهيواد دپايتخت او ولايتونو ديو شمير  عالمانو په پارلمان کې دخلکو داستازو ، دديني ، علمي او فرهنګي شخصيتونو ، دطريقت دمشايخو ، روحانيونو او دځينو جګپوړو دولتي چارواکو په ګډون داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دمطبوعاتو په نړيوال مرکز کې جوړ  شوي و ، لومړي دافغانستان داسلامي جمهوريت دجمهور رييس حامدکرزي  پيغام داطلاعاتو او فرهنګ وزارت  دمعين  پوهنمل  نبي فراهي له خوا  ولوستل شو 
په پيغام کې ويل شوي .
نقشبنديه  تصوفي طريقې دخپل  پيدايښت اوخوريدوسره سم  زموږ هيواد ته لاره پيداکړې ده او د الهي مينې ډيرو پتنګانو دخپل زړه او ضمير او په ټوله کې دباطن دصفايۍ  او تزکېې لپاره ، نقشبنديه تصوفي  طريقه دخپل عمل  دلاري مل ګرزولي ، دهيواد ډيرو سترو روحاني شخصيتونو ، شاعرانو اوليکوالو دا لاره پاللي او په دې توګه يې دڅښتن تعالى درحمت په هيله ، ددې تصوفي  طريقي  دآدابو ،  سننو او عباداتو له لاري دخپلو نفسونو د سپيڅلتيا او له ګناهونو دځان دژغورنې هڅه کړې  ده .
دغه راز  دجمهور رييس په پيغام کې ددغه سيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ له  وزارت او له ډاکتر سيد مخدوم رهين  څخه قدرداني  شوې ده او ټينګار شوي دي چې ددغه سيمينار مقالې دي چاپ شي .
وروسته داطلاعاتو او فرهنګ  وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين خبري وکړي او ويې ويل  اسلامي تصوف داوږدو پيړيو  په تيره بيا زموږ په هيواد کې داسلامي وحي دداخلي اړخ په توګه دحق او حقيقت  په لور دخداى ( ج ) دلاري  دموحدانو او سالکانو هادي دي اسلامي عرفان دبلخ ، هرات ، غزني ، کابل . او ګرديز  په ګډون په سترو ښارونو او په نورو ورته ښارونو کې ستر مرشدان  وزيږول  چې اسلامي تمدن او فرهنګ ددوي په مبارک شتون وياړي .
دعرفاني  طريقتونو  له جملې څخه يو هم نقشبنديه  طريقت دي چې په ځانګړي توګه په اتمه هجري  پيړۍ کې په بخارا او بلخ کې ښه وځليد البته ددغه طريقت ظهور په شپږمه  هجري پيړي کې دخواجه ګانو ددطريقت  په نامه وو يعني دهغه له دويم موسس  څخه دوه پيړۍ مخکې چې حضرت  بهاوالدين  نقشبندوي ، بهاوالدين  چې په کابل کې دبهاوالدين  بلاګردان په نامه مشهور دى لومړى موسس يې  خواجه عبدالخالق  غجدواني و .
غجدواني  هغه  څوک و چې په اصطلاح  دخپلي  زماني تصوف يې  پيل کړ په دې مانا چې له زياتو پيړيو وروسته عارفانه افکار او تصوف اوسلوک  له ناخوالو  سره مخامخ شوي و .
   داطلاعاتو او فرهنګ وزير په دي سيمينار کې زياته کړه  دنقشبندي  طريقت زموږ په هيواد کې ستر شخصيتونه  وزيږول  چې له دې جملي څخه خواجه  محمد پارسا چې ارامګاه  يې  په بلخ کې ده او مولانا يعقوب  څرخي لوګري چې دلوګر په څرخ کې  وزيږيد او ارامګاه يې دتاجکستان په دوشنبه ښار کې ده او نور بې شميره شخصيتونه .
ډاکتر رهين د څرګندونوله مخې دنقشبنديه  طريقت خصوصيتونه  دتعاليمو اسانوالي ، دژوندانه آسان والې او دچلند انسان والې   وه  او دهغه څه  دود په بنسټ چې په نقشبنديه   طريقت کې سخت ټينګار پري شوي دي دنبوي  سنت پيروي ده .
داطلاعاتو او فرهنګ وزير زياته کړه  ، سترو اسلامي مشايخو نږدي دټولو په تيره بيا  په نقشبنديه  طريقت کې دخپلو لاسونو په تټاکې سره ډوډي خوړله .
نقشبنديه  طريقت  ته يې په دې سبب نقشبندي  ويلي دي چې خواجه بهاوالدين  نقشبندو، نقشبند  هغه څوک دى کله چې د جامو ټوټي اوبلدل کېږي  هغه تر ښکلا او سمون ورکوي او دي کار ته يې نقشبندي  وايه .
څرنګه چې په خپله دبهاوالدين نقشبند کار همدا و له همدي لاري يې دخپل  ژوندانه چاري سمولي له همدي امله  دغه طريقت  هم په همدي نامه مشهور شو .
ډاکتر رهين زياته کړه ستر مشايخ  هم نن او هم  پرون زموږ په بيلابيلو کارونوکې چې دنقشبنديه  طريقت مرکز و او نن هم دي لکه بلخ او لوګر چې د نقشبنديه طريقت پيروان دي  په همدي ترتيب په نورو سيموکې هم په قندهار او دهيواد په ختيځ کې  يو زيات شمير مشايخ  وزيږيدل ، دنقشبندي  طريقت  له خصوصيتونو  څخه دهوش په دم ، نظر په قدم ، سفر په وطن  ، خلوت  په ټولنه کې ، بادکړ ،  ستنيدو وکتل  ، ياداشت ، دزماني وقوف او دقلبي وقوف په شان په يوولس ګونو اصولو اعتقاد دي چې هر يويې په حقيقت کې ددغه سيمينار د لارښوونې په تګلوري کې يوه دروازه ده .
  په ديني چارو کې دجمهوري رياست ستر سلاکار  پوهاند نعمت الله شهراني په خپلو خبرو کې په دې ترڅ چې دنقشبنديه طريقت دسيمينار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو اوفرهنګ له وزير څخه قدرداني وکړه دبيلابيلو مذهبونو دامامانو په باره کې يې  معلومات ورکړل .
او ويي ويل  امامان داسلامي نړۍ دسترو عالمانو له جملې څخه دي اوهم د صوفيانو له جملې څخه دي .
ده داسلام مبين  دين له ډيرو بشپړو  اديانو څخه وباله اوويې ويل  چې بايد داسلام په تاريخ کې د لويانو دنومونو دژوندي ساتلو او دهغوى له پندونو ،کړاونو  او نصحيتونو څخه داستفادي  په  خاطر دغه شان سيمينارونه جوړ شي .
ده داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه په ژوره توګه  مننه وکړه .
دکابل پوهنتون  دشرعياتو دپوهنځي استاد او دوزير محمد اکبرخان  دجامع جومات خطيب  ډاکتر  محمد اياز نيازي په خبرو کې وويل انسان دوه بعدي  موجود دي .
دانسان  مادي بعد خوراک ، اغوستلو  اوکورته اړتيا لري خو له انسان روحي بعد طاعت اوبنده ګي  ته اړتيا لري تصوف  اوعبادات  دانسان دروحي بعد خواړه دي .
دغه راز  په پارلمان کې  دهرات دخلکو استازي قاضي محمد نذير  حنفي په خبرو کې دسيمينار  دجوړولو په باب داطلاعاتو او فرهنګ له وزارت څخه دژورې  قدرداني په ترڅ کې وويل تقوا په ټولو ابعادو کې دانسان دژوندانه بنسټ  دي هم تجارتي بعد ، هم روغتيايي بعد او نور بايد  هر انسان دتقوا  او پرهيز ګاري  په رڼا کې  ژوند وکړي .
  ورپسې دجمهوري رياست سلاکار وزير مولوي جوره هم دموضوع په باب  خبري وکړي .
دغه راز ددغه سيمينار په مناسبت دکابل پوهنتون پيغام ددغه پوهنتون داستاد پوهاند محمد افضل بڼوال او د علومو اکاډمي پيغام د څيرنپوه  محمد اسلم افضلي او دناصر خسرو بلخي د فرهنګي دمرکز  درييس سيد منصور نادري پيغام ددغه مرکز دمرستيال محمد ارشاد معنوي  له خوا ولوستل شول .
  دغو استازو دسمينيار دجوړولو په خاطر داطلاعاتو او فرهنګ له وزير ډاکتر سيد مخدوم رهين څخه دمننې او قدرداني په ترڅ کې داړوندو مرکزونو پيغامونه  ولوستل .
  بيا داطلاعاتو او فرهنګ وزارت دفرهنګ رييس محمد افسر رهبين  دخواجه بهاوالدين  نقشبند لنډ  ژوند ليک ولوست چې پکې ويل شوي دي
خواجه بهاوالدين  محمد نقشبند  ، دمحمد بخاري زوى  د ٧١٧ هجري قمري  کال دمحرم  په مياشت کې او په بل روايت  په  ٧٢١ هجري  قمري کال کې  دبخارا  ښار دعارفانو په ماڼۍ  ( دهندوانو په ماڼۍ )  کې وزيږيد
په نصحات الانس  کې دمولانا  عبدالرحمن جامي د څرګندونو له مخې دى دخواجه محمد باباى سماسي له خدمت څخه په فرزندي قبول نظر دي او دطريقت دادابو تعلم دسيد اميد کلال د صورت په حسب ، خو دحقيقت په حسب دي اويسي دى  او روزنه يې دخواجه عبدالخالق غجدواني  له روحانيت څخه زده کړي دي .
دبهاوالدين  پلار دنقشبندي او د خمتا  اوبدلو کسب درلود او په بابا صاحب سرمست مشهور و .
  څرنګه چې زوي ديدارکسب غوره کړ  له دې امله يې دنقشبند لقب پيداکړ  ځيني کسان په دې باور دي چې بهاوالدين ددايمي  قلبي  ذکر له امله داسې درجي ته ورسيد چې دالله ( ج )  نوم په زړه  کې يې  ځاى ونيوه او له دې امله نقشبند  وبلل شو .
اووه کلن و چې قرانکريم يې زده کړ . له خواجه  بهاوالدين نقشبند څخه ارزښتناک اثار ، الاورادالبهائيه   ، الاواردات  ( په فارسي )  او دليل العاشقين او هم  په فارسي ژبه کې خوار واره اشعار او زياتره دتراني په قالب کې  ( رباعي ) پاتي دي .
خواجه بهاوالدين نقشبند له درې شپيتو  کلونو ارزښتناک  عمر وروسته  د ٧٩١ هجري قمري کال دربيع الاول  د مياشتې  په ديرشمه  دشنبې په شپه  وفات شو او په داسې حال کې چې دده د وصيت له مخې دده دجنازي په وړاندې  فارسي شهر ويل کېده  دبخارا ښار په دولس کېلومتري واټن بهاوالدين ناحيه کې  خاورو ته وسپارل شو .
دده  متبرک تربت دشريعت دپيروانو او دطريقت  د لارويانو زيارتګاه ده .
دسمينيار په علمي  مجلې  کې چې له غرمي وروسته جوړ شو  قاضي محمد نذير  حنفي درييس په توګه او مولوي ضيا الدين شيخ زاده دمرستيال  په توګه انتخاب شول .
په علمي مجلس کې مولوي عبدالرحمن رحماني دجايګاه تصوف  اوعرفان ، استاد حيدري وجودي ، دنقشبنديان  ،  ويسي مشرب ، دهرات پوهنتون استاد ډاکتر عبدالغني حسروي، دانيس الطالبين دمولانا عبدالرحمن جامي ناپيژندل شوي اثر او ويستا خسروي  دغزنيوي  مشعلدار معاصر طريقت  نقشبنديه  تر عنوان لاندې مقالې ولوستلي .
دسمينيار کار نن هم دوام کوي .
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته