کابل باختر د مرغومي اته ويشتمه :
د افغانستان، پاکستان، د امريکا د متحده ايالاتو او د چين د څلور اړخيزې همغږۍ د ډلې د دويمې غونډې ګډه مطبوعاتي اعلاميه
د ١٣٩٤ کال د مرغومي د مياشتې ٢٨
په افغانستان کې د سولې د بهير په باب د افغانستان، پاکستان، د امريکا د متحده ايالاتو او د چين د څلور اړخيزې همغږۍ د ډلې دويمه غونډه د ١٣٩٤ هجري لمريز کال د مرغومي د مياشتې په ٢٨ نيټه په کابل ښارکې جوړه شوه.
د دغې غونډې مشرتوب د افغانستان د بهرنيو چارو وزارت سياسي معين حکمت خليل کرزي، د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت معين اعزاز احمد چوهدري، په افغانستان کې د امريکا د متحده ايالاتو سفير ښاغلي مايکل مکنلي او د افغانستان لپاره د چين خاص استازى ښاغلي دينګ شيجون په غاړه درلود.
د ١٣٩٤ کال د مرغومي د مياشتې د يوويشتمې نيټې ګډې اعلاميې ته په پاملرنې سره او د څلور اړخيزې همغږۍ د ډلې د لومړۍ غونډې د نتيجو له مخې، دغې ډلې د طالبانو له ډلو سره د سولې د خبرو د پيل لپاره چې د څلور اړخيزې همغږۍ د ډلې د هېوادونو د ګډو ژمنو څرګندوي وي؛ د لارې د نقشې په باب خبرې وکړې او په دې لاره کې يولړ پرمختګونه هم وشول .
د لارې د نقشې موخه د داسې مشخصو اقداماتو غوره کول و چې وکولى شي د افغانستان په رهبرۍ او مالکيت د افغانستان د حکومت او د طالبانو د ډلو د استازو ترمنځ د سولې د خبرو د پيل لپاره دتاوتريخوالي دکمښت او په افغانستان اوسيمه کې دهميشنۍ سولې د تامينولو لپاره مطلوب شرايط برابر کړي.
په دې برخه کې د څلور اړخيزې همغږۍ ډله د طالبانو له ډلو څخه غوښتنه کوي چې ډير ژر دې دافغانستان دملت له ارادې او آرمانونو سره سم او د څلور اړخيزې همغږۍ دډلې دغړو هېوادونو په غوښتنه او ملاتړ په افغانستان کې دهميشنۍ سولې د تامينولو لپاره د ټولو سياسي اختلافونو دحل کولو په موخه دافغانستان له حکومت سره په خبرو پيل وکړي .
د څلور اړخيزې همغږۍ دډلې برخه والو يوځل بيا د افغانستان د خلکو پرخلاف د بې ځايه تاوتريخوالي دپاى ته رسولو په اړتيا باندې ټينګار وکړ. د څلور اړخيزې همغږۍ د ډلې هېوادونوموافقه وکړه چې د تروريزم ټولې بڼې د سيمې او نړۍ هېوادونو ته دجدي ګواښ څرګندوى دي .
دغه راز غړو په اړوندو قلمرونوکې د تروريستي ډلو د تابعيت او فعاليتونو په پام کې نيولو پرته دټولو تروريستي ډلو دله منځه وړلو لپاره دجدي هڅو په لاره کې خپله ژمنه څرګنده کړه.
د څلور اړخيزې همغږۍ د ډلې غړو هېوادونو موافقه وکړه چې په افغانستان کې د سولې دبهيرلپاره د مطلوبو شرايطو د برابرولو په لاره کې چې په سيمه کې د سولې، ثبات، سوکالۍ او ګټو دتامينولو په لاره کې مرسته وکړي. د څلور اړخيزې همغږۍ دډلې د غړو هېوادونو ترمنځ دوستانه اړيکې، متقابل درناوى او ګډې هلې ځلې لازمي دي .
سربېره پردې د څلور اړخيزې همغږۍ ډلې موافقه وکړه چې په افغانستان کې د سولې د بهير د پرمخبيولو په موخه منظمو غونډو ته دوام ورکړي .
دغه ډله به خپله راتلوونکې غونډه د١٣٩٤کال هجري لمريز کال د سلواغې د مياشتې په ١٧نيټه په اسلام آبادکې جوړه کړي .
0 2 دقیقې لوستل