سیاست

د ډيورند دکرښې په اوږدوکې د پوځي تاسيساتو اواستحکاماتو د جوړولو په باب دپاکستان د وروستيو اقداماتو پرخلاف دملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه !

کابل  باخترد وري  دمياشتې  ١٣ :
د ډيورند دکرښې په اوږدوکې د پوځي تاسيساتو اواستحکاماتو د جوړولو په باب دپاکستان  د وروستيو اقداماتو پرخلاف دملي شورا د مشرانو جرګې اعلاميه !
دملي شورا د مشرانو جرګې دخبري منابعو او د هيواد د رسيمي سرچينو له لارې  خبرترلاسه کړ چې  له يوې مودې را په دې خوا پاکستاني پوځيانو د ډيورند دکرښې  په اوږدوکې د ننګرهار ولايت ګوشتې ولسوالۍ ته څېرمه پوځي اقدامات کړي دي.   دسرحدي پوليسو دقوماندان دخبرله مخې: پاکستاني پوځيانو نږدې سل متره  دافغانستان په خاوره کې نفوذ کړي دي او د پوځي تاسيساتو اواستحکاماتو په  جوړولوبوخت دي  .
دملي شورا دمشرانو جرګه  د افغانستان پرخلاف دپاکستان د تحرکاتو د زياتوالى له امله د انديښنې دڅرگندولو په ترڅ کې دغه شان اقدامات په کلکه غندي اوهغه د نړيوالو موازينو اومعيارونو ښه ګاونډيتوب او دپاکستان دحکومت دبيابيا ژمنو پرخلاف بولي او دپاکستان له حکومت، پارلمان او دسياسي ګوندونو له فعالينو څخه غواړي چې دافغانستان دخلکو په حساسيتونو دګډ ژوندانه په اصولو اوپه ډيپلوماتيکو معيارونو پوه شي او ددغه شان اقداماتو د دوام مخه ونيسي .
دمشرانوجرګه په کابل کې د پاکستان د سفير د احضارولو په باب دافغانستان دبهرنيوچارو وزارت اقدام او ده ته دافغانستان دخلکو او دولت د انديښنې دڅرګندول پرځاى اقدام بولي اوتينګار کوي چې مسوول ارګانونه دې ددغه تحرکاتو د شنډولو اومخنيوي په لاره کې جدي تدبيرونه اوتصميمونه ونيسي  او د نتيجو په باب دې دسنامجلس ته خبر ورکړي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته