امنیت

اووه طالبان په غزني کې ووژل شول

کابل / د وري ۱۵ مه / باختر
اووه وسله وال طالبان تېره شپه په غزني کې له پوځيانو سره په جګړوکې ووژل شول.
د باختر آژانس د خبرله مخې؛ د غزني د ملي امنیت ریاست یوه مسوول وویل چې تېره شپه د کابل – قندهار لویې لارې په تګلوري د غزني د اندړو ولسوالۍ د عاشقوال، ابو قلعه او ملا نوح بابا په ساحو کې د طالبانو او افغان پوځیانو ترمنځ جګړو کې ۷ وسله وال طالبان ووژل شول.
هغه زیاته کړه چې په جګړو کې ٩ وسله وال طالبان ټپیان شوي دي.
هغه وویل چې په نښتو کې پوځيانو ته د سر زیان نه دی اوښتی.
ختم/ع

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته