امنیت

په يمن دعربستان دهوايي بريد له امله ديوديرشو تنو وژل کيدل .

صنعا باختر د وږي  نهمه :
دعربستان په مشرۍ دائتلاف دهوايي بريدونوله امله چې ديمن حکومت ته دنږدى  ځواکونو ملاتړ کوي ديمن په شمالي ولايت حجه کې يو ديرش تنه ووژل شول .
باختراژانس دبهرنيو خبرځايونو له خولې خبر راکړ. په حجه  ولايت کې ددغه ائتلاف دالوتکو په پرونيو بريدونوکې دبطري  جوړولو په يوې کارخانې بمونه وغورځول شول چې زياتره وژل شوي کسان ملکي وګړي وو .
دملګروملتو سازمان وايي چې دائتلاف دهوايي بريدونو له پيل څخه تراوسه پورې دنږدې دوو زرو تنوملکي وګړو په ګډون څه ناڅه ٤٥٠٠ تنه وژل شوي دي او وايي چې اوس په يمن کې يو انساني  ناتار روان دى .
دغه ښار له هغه وخت څخه دحکومت دملاتړو پوځي مليشو دزمري په مياشت کې له ياغيانو څخه بيرته ونيوه دقدرت په تشه کې دى .
  مقامات وايي چې دالقاعده جګړه مارانو دښار په يوه سيمه کې نفوذ کړى دى .
دبي سرحدو ډاکترانو سازمان وايي چې تيره اوونۍ ديوزيات شمير ملکي وګړو په ګډون پنځه شپيته تنه په  تعز ښار کې دائتلاف دځواکونو په بريدونوکې ووژل شول .   دغه ښار هم ددواړو لورو ترمنځ دسختو نښتو ډګر وو .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته