امنیت

په کونړ کې د وسله والو طالبانو د دوو غړو نيول کيدل

– داسعد آبادښار باخترد لړم دمياشتې ٣ نيټه :
په کونړ ولايت کې د وسله والو طالبانو دوه غړي ونيول شول .
دغه وسله وال طالبان پرون ناوخته په وټه پورې ولسوالۍ کې د چاڼيزو اود پلټنې عملياتو په بهيرکې ونيول شول.
د هېواد په ختيځ کې دپوليسو يوه جګپوړي قوماندان دباخترآژانس خبريال ته وويل چې دوى دپلټنې دعملياتو په بهيرکې دوه تنه وسله والوطالبان نيولي دي .
ده وويل: له نيول شويو طالبانو څخه جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي.
دغه رازويل کيږي، له نيول شويو طالبانو څخه داسې سندونه هم ترلاسه شوي چې له وسله والوطالبانو سره د دوى غړيتوب ښکاره کوي  .
پاى ذکرالله

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته